د پېښور ډویژن کمېشنر ،ریاض خان محسود، په مشرۍ ،د جون په ۹مه، په یوې غونډه کې پرېکړه شوې، چې له افغانستانه د شاوخوا ۱۶۰۰ پاکستاني ټرانسپورټرانو د بېرته ستنېدو بهیر به چټک او منظم شي.

 

په غونډه کې د افغانستان قونصل جنرال حافظ محب الله، د امنیتي ادارو استازو، د خېبر ضلعې چارواکو او د ټرانسپورټ اتحادیې غړو ګډون درلودل.

 

چارواکو ویلي دي، چې دغه ټرانسپورټران، موټر چلوونکي او مرستیالان له شاوخوا اتو میاشتو راهیسي په افغانستان کې له ستونزو سره مخ دي او د هغوي د خوندي او باعزته ستنېدو لپاره به عملي ګامونه پورته کېږي.

 

د غونډې د پرېکړې له مخې به د تورخم له لارې د تګ راتګ لپاره نوي وختونه ټاکل کېږي، چې لمخې به یې، د سهار له اتو بجو څخه د ماسپښین تر دوو بجو پورې به له افغانستانه راستنېدونکي پاکستاني ټرانسپورټران هېواد ته داخلېږي، او د ماسپښین له دوو بجو څخه د ماښام تر اتو بجو پورې به له پاکستانه افغانستان ته تلونکې باروړونکې ګاډي تګ کوي.

 

کمېشنر ریاض خان محسود اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده، چې د نوې سرحدي تګلارې د عملي کولو لپاره زر تر زره ګډه غونډه راوبولي او پرېکړې نافذې کړي.

 

د ټرانسپورټ اتحادیې استازو د دغو اقداماتو هرکلی کړی او له ادارو سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.