د پاکستان د پارلماني چارو وزیر ،طارق فضل چوهدري، ویلي دي چې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال وفاقي بجټ به ښايي د جون پر ۱۲مه قامي اسمبلۍ ته وړاندې شي.
نوموړي د ټولنیزو رسنیو شبکې په اېکس کې لیکلي، چې د قامي اسمبلۍ او سېنټ د غونډو رابللو لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته سمارۍ استول شوې دي.
د هغه په وینا، په وړاندیز کې غوښتنه شوې ده، چې د قامي اسمبلۍ غونډه د جون پر ۱۰مه د ماښام په پنځو بجو او د سېنټ غونډه د همدې ورځې د ماسپښین په څلورو بجو راوبلل شي، څو د بودجې اړوند قانوني چارې بشپړې شي.
تر دې وړاندې حکومت پلان درلودل چې بجټ د جون پر پنځمه او وروسته د جون پر لسمه وړاندې کړي، خو د مالي چارو په اړه د وفاق او صوبو ترمنځ د اختلافاتو او له نړیوال مالي صندوق سره د روانو خبرو له امله د بجټ نېټه وځنډېده.
د راپورونو له مخې، خېبر پښتونخوا او ځینو نورو صوبو د این اېف سي ایوارډ د ونډو او مالي سرچینو د وېش په اړه خپلې اندېښنې له مرکزي حکومت سره شریکې کړې دي.
تمه کېږي چې حکومت به په نوي بجټ کې د اقتصادي ودې هدف څلور سلنه او د ګرانۍ کچه شاوخوا ۸.۲ سلنه وساتي، خو اقتصادي شنونکي وايي چې د مالیاتو د زیاتېدو په صورت کې د عامو خلکو پر ژوند د ګرانۍ فشار نور هم زیاتېدی شي.

شال نیوز