د ریسکیو ۱۱۲۲ سوات چارواکي وايي، چې د بر سوات د دارمۍ لنډي چم په سیمه کې د نجونو د یوه شخصي ښوونځي او کالج بس د بریکونو د خرابېدو له امله چپه شوی، چې له امله یې یوه زده‌ کوونکې مړه او له ۲۰ زیاتې نورې ټپيانې شوې دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند ویلي، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم شپږ امبولانسونه او طبي ډلې سیمي ته ورسېدې او د ژغورنې عملیات یې پېل کړل.

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په بس کې له ۴۰ څخه زیاتې زده‌ کوونکې سپرې وې. په پېښه کې درې لارویې ښځې هم ټپيانې شوې دي. ریسکیو چارواکي وايي، ټپیانو ته په ځای کې لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې او وروسته روغتونونو ته ولېږدول شول.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، په پېښه کې د مړې شوې زده کوونکې پېژندنه د حورین په نامه شوې ده، چې د لنډي چم اوسېدونکي د خورشید لور ده.

د پېښې د علتونو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.