د لبنان د وسلوالو ځواکونو مشر جنرال ،رودولف هیکل، د جون په ۹مه، د پاکستان د پوځ له مشر او د دفاعي ځواکونو له لوي درستیز فیلډ مارشل ،عاصم منیر، سره په راولپنډۍ کې د پوځ په عمومي مرکز (جي اېچ کیو) کې ولیدل.

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آیي اېس پي آر) په وینا، جنرال هیکل ته جي اېچ کیو ته د رسېدو پر مهال د درې واړو وسلوالو ځواکونو د چمتو دستې له خوا د درناوي ګارډ وړاندې شو.

 

آیي اېس پي ار ویلي دي، چې په دې لیدنه کې دواړو پوځي مشرانو د ګډو ګټو پر موضوعاتو، د سیمي پر بدلېدونکي امنیتي وضعیت، دفاعي همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

 

د بیان له مخې، په خبرو کې د مسلکي اړیکو پیاوړتیا، د روزنې په برخه کې همکاري او د دواړو پوځونو ترمنځ د ادارو ترمنځ د اړیکو پراخول هم شامل وو.

 

فیلډ مارشل عاصم منیر په دې موقع د لبنان سره د پاکستان د اوږدمهالو او دوستانه اړیکو اهمیت یاد کړ او ویې ویل چې پاکستان غواړي له لبناني وسلوالو ځواکونو سره دفاعي همکاري نوره هم پراخه کړي.

 

بلخوا، جنرال رودولف هیکل د پاکستان د وسلوالو ځواکونو د مسلکیتوب او عملیاتي وړتیا ستاینه وکړه او د سیمي د سولې، ثبات او نړیوالو سوله ساتو ماموریتونو کې یې د هغوي ونډه مهمه وبلله.

 

آیي اېس پي ار ویلي، چې د لبناني پوځ د مشر دغه سفر د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د نږدې همکاریو او اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د ګډ عزم څرګندونه کوي.

 

جنرال رودولف هیکل د تېرې شنبې په ورځ پاکستان ته روان شوی و. د لبنان پوځ ویلي وو چې نوموړی د فیلډ مارشل عاصم منیر په بلنه پاکستان ته تللی، خو د سفر د مودې او نورو جزییاتو په اړه یې نور معلومات نه وو ورکړي.