د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت وايي چې د هېواد په ۱۳ دولتي وزارتونو او ادارو کې د رسمي اسنادو او مکتوبونو د ډیجیټل کولو بهیر پېل شوی او ټاکل شوې ده چې دا سیستم به په پړاوونو کې عملي شي.
د وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي دي، چې د وزارت د چارواکو او اړوندو ادارو د استازو په یوه غونډه کې د اسنادو او رسمي مراسلاتو د ډیجیټل مدیریت د عملي کولو پر پلان تفصیلي خبرې شوې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ،حافظ محمد امین جان عمري، غونډې ته ویلي دي چې د دې سیستم پلي کول به د دولتي چارو په چټکتیا، د جعلکارۍ او اداري فساد په مخنیوي، په لږ وخت کې کار کېدو او د شفافیت په زیاتېدو کې مهم رول ولري.
هغه زیاته کړې، چې د سیستم له فعالېدو سره به د دولتي اسنادو او مکتوبونو تنظیم او ساتنه په چټک او دقیق ډول ترسره کېږي او که اړتیا وي، د کار د ښه والي لپاره به پکې نور بدلونونه هم راوستل شي.
د ډیجیټل حکومتولۍ مسؤلینو ویلي دي، چې د دې پروګرام د بریالي پلي کېدو لپاره به د وزارتونو او دولتي ادارو د معلوماتي ټېکنالوژۍ کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه او ورکشاپونه هم جوړ شي.
د چارواکو په وینا، د اسنادو او مراسلاتو د ډیجیټل مدیریت دغه پروژه ،شاوخوا یوه میاشت وړاندې، د اقتصادي چارو لپاره د سرپرست مرستیال لومړي وزیر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون لخوا تصویب شوې وه او د پلي کولو مسؤلیت یې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت ته سپارل شوی دی.
کارپوهان وايي، د دولتي اسنادو ډیجیټل کول د برېښنايي حکومتولۍ پر لور یو مهم ګام ګڼل کېږي، چې کولی شي د دولتي خدماتو په چټکتیا، د شفافیت په پراختیا او د اداري خنډونو په کمولو کې مرسته وکړي.

شال نیوز