د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، چې د کونړ او نورستان ترمنځ پر لویه لار د سړک پخولو عملي چارې پېل شوې دي، چې موخه یې د ترانسپورټي اسانتیاوو ښه کول او د لرې پرتو سیمو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.
د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د کونړ ـ نورستان د لویې لارې پروژه په درېیو برخو وېشل شوې ده. د چارواکو په وینا، دا مهال د پروژې پر لومړۍ او دویمه برخه د سړک پخولو کار روان دی، چې ټول اوږدوالی یې ۲۲ اعشاریه ۵ کیلومتره جوړېږي.
د معلوماتو له مخې، د پروژې لومړۍ برخه ۱۱ اعشاریه ۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د بنسټیزو رغنیزو چارو قرارداد یې د څه باندې ۵۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه خصوصي کمپنۍ ته سپارل شوی دی. په دې برخه کې د ۳۵ پلچکونو او ۲۳۷۸ مترو استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي.
د وزارت په وینا، د سړک دویمه برخه ۱۰ اعشاریه ۸ کیلومتره اوږدوالی لري او د جوړولو لګښت یې له ۲۹۶ میلیونه افغانیو زیات اټکل شوی دی. په دې برخه کې به ۳۰ پلچکونه او ۱۲۴۱ متره استنادي دېوالونه هم جوړ شي.
چارواکي وايي، د لویې لارې درېیمه برخه ۸۴ کیلومتره اوږدوالی لري او پر هغې هم رغنیزې چارې روانې دي.
د ټولګټو وزارت ویلي، د دغې پروژې له بشپړېدو سره به د کونړ او نورستان د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې کمې شي او د کرنیزو محصولاتو او سوداګریزو توکو لېږد رالېږد به اسانه شي.
وزارت زیاتوي چې د معیاري سړکونو جوړول د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم دي او کولی شي د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه ییزو اړیکو په پراختیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

شال نیوز