د امریکا د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جی ډي وېنس د پاکستان په کوربه توب له ایران سره په کېدونکو مذاکراتو کې د ګډون لپاره له واشنګټن څخه اسلام اباد ته روان شوی دی.
له روانېدو وړاندې نوموړي په هوايي ډګر کې میډیا سره په خبرو کې وویل چې دی له ایران سره خبرو اترو ته هیله مند دی او په دې برخه کې ورته ولسمشر ټرمپ ډېرې روښانه لارښوونې کړې دي.
جی ډي وېنس زیاته کړه چې که ایراني لوري په نېک نیتۍ سره خبرو ته چمتو وي نو امریکا هم مثبتو پایلو ته چمتووالی لري.
په دغو مهمو مذاکراتو کې د امریکا په استازندویه وفد کې د مرستیال ولسمشر ترڅنګ سټیو وټکوف او جیرډ کوشنر شامل دي.
بل لور ته د ایران له لوري د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پارلمان سپیکر باقر قالیباف په خبرو کې ګډون کوي.
ټاکل شوې ده چې دواړه بهرني وفدونه نن په کوم وخت اسلام اباد ته ورسیږي چې ورسره به د سیمي د ثبات لپاره دغه مهمې خبرې اترې په رسمي ډول پیل شي.

شال نیوز