د بلوچستان د مرکز کویټې د وحدت کالونۍ په سیمه کې ،د جون په ۸مه، د پینځه مرګونو یوه پېښه رامنځته شوې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې یوه کس خپله مېرمن او څلور واړه ماشومان وژلي او وروسته یې پر ځان هم ډزې کړې دي.
سرچیني وایي، چې تورن کس د پېښې وروسته ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی او دا مهال د کویټې په یوه شخصي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د چارواکو لمخې، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم پولیس او امدادي ډلې سیمي ته رسېدلې او د وژل شویو مړي یې د قانوني او طبي چارو لپاره روغتون ته انتقال کړي دي. پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پېښې اړوند شواهد یې راټولول پېل کړي دي.
پولیس چارواکي وایي، د پېښې د اصلي لاملونو معلومولو لپاره پلټنې روانې دي او د قضیې ټول اړخونه تر څېړنې لاندې دي. چارواکو زیاته کړې، چې د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به نور معلومات له رسنیو سره شریک شي.
بلخوا، د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ،میر ضیاء الله لانګو، د وحدت کالونۍ د پېښې نوټس اخیستی او د وژل شویو د کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
نوموړي د پولیسو له مشر (آیي جي پولیس) او د کویټې له کمشنر څخه د پېښې تفصیلي راپور غوښتی او لارښوونه یې کړې ده چې د ۲۴ ساعتونو دننه دې د پېښې لاملونه معلوم او راپور وړاندې کړل شي. هغه ټینګار کړی دی چې د پلټنو په بهیر کې به هېڅ ډول غفلت ونه زغمل شي.
یاده پېښه په سیمه کې د ژور خپګان او اندېښنې سبب ګرځېدلې ده.

نعيم اچکزئي