د هنګو ضلعې د صدر تاڼې اړوند د سروزۍ سيمي سره نږدې پر يو پوليسي ګاډي د ناڅرګنده وسلوالو په بريد کې د يو ماشوم د تښتونې، جنسي تېري او وژنې په مقدمه کې نيول شوي دوه تورن کسان وژلی شوي او يو پوليس سرتېرى ټپي شوی دی.
د هنګو د پوليسو مشر (ډي پي او) طارق حبيب خان ويلي دي، چې ياد تورن کسان د عدالت له حاضرۍ وروسته زندان ته لېږدول کېدل چې د سروزۍ سيمي په لاره کې پرې ناڅاپه د ناڅرګنده وسلوالو له خوا ډزې وشوې.
د پوليسو په وينا، په بريد کې د ماشوم د تښتونې، جنسي تېري او وژنې په قضيه کې نيول شوي دلشاد د شريف زوې او امان الله عرف ټي ټي پي د حميد زوې په موقع وژل شوي، په داسې حال کې چې کانسټېبل سفير الرحمن ټپي شوی دی. چارواکي وايي، په بريد کې د پوليسو ګاډي ته هم جزوي زيان رسېدلی دی.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سيمي ته د پوليسو زياتې ډلې ورسېدې او ټوله سيمه يې په خپل کنټرول کې واخيسته. پوليسو د بريدګرو د موندلو لپاره د لټون او تصفيې پراخ عمليات پېل کړي دي.
ټپي شوی پوليس سرتېرى د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی، چې د روغتيايي سرچينو په وينا روغتيايي حالت يې تر درملنې لاندې دی.
د پوليسو چارواکي وايي، وژل شوي کسان د هغې قضيې تورن وو چې پکې يو کم عمره ماشوم لومړی تښتول شوی، بيا پرې د جنسي تېري ادعا شوې او وروسته وژل شوی و. دغه پېښې په سيمه کې پراخ غبرګونونه راپارولي وو او د ماشوم د کورنۍ او ځايي خلکو له خوا د تورنو پر ضد د سختې قانوني کاروايۍ غوښتنه شوې وه.
ډي پي او طارق حبيب خان ويلي دي، چې د بريد د انګېزې او د بريدګرو د هويت معلومولو لپاره پلټنې د بېلابېلو اړخونو څخه روانې دي. د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې ده چې د بريدګرو د نيولو لپاره عمليات نور هم چټک کړي.
تر اوسه هېڅ وسلوالې ډلې یا کوم فرد د دغه بريد مسؤليت نه دی منلی.

علي افضل افضال