زلمي بهرام زېب خان د ورځې له خوا د ګاډو مستري توب کوي او د شپې يا د فراغت په وخت کې د رباب او هارمونيم له لارې خپل هنري شوق ژوندی ساتي. هغه وايي موسيقي د ميني، سولې او ورورولۍ ژبه ده او ټولنه بايد د هنرمندانو د ودې لپاره مناسب چاپېريال برابر کړي. بهرام زېب خان د خپل هنر او کسب له لارې دا پيغام ورکوي چې موسيقي د انسان د روح سکون او د هيلې يو پياوړی غږ دی. تفصيل د شال نيوز خبريال جاوېد ملنګ په دې راپور کې وګورئ.

جاوید ملنګ