د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې اعلان کړی دی چې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د پړانګ دوه بچي، چې د یوه ځایي شپون له لوري نیول شوي وو، د یادې ادارې په همغږۍ او د سیمه ییزو چارواکو په همکارۍ بېرته دولتي مسئولینو ته سپارل شوي دي.
د ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په جلا پېښه کې د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ څخه هم دوه باښې د ښکاریانو له منګولو ژغورل شوې دي او وروسته د ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست ته سپارل شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ټینګار کړی دی چې د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، په ټول هېواد کې د وحشي ژوو، مرغانو او کبانو ښکار منع شوی دی. ادارې ویلي دي چې دغه بندیز د طبیعي تنوع او وحشي ژوو د ساتنې په موخه نافذ شوی او د ټولو اتباعو لپاره لازم الاجرا دی.
چارواکو خبرداری ورکړی، چې هر هغه څوک چې د وحشي ژوو او مرغانو د ښکار له منعې سرغړونه وکړي، د نافذه قوانینو له مخې به له قانوني تعقیب او چلند سره مخ شي.
افغانستان د نادره وحشي ژوو او مرغانو د ګڼو ډولونو کوربه هېواد دی، خو د غیرقانوني ښکار، اقلیمي بدلونونو او د استوګنځایونو د له منځه تلو له امله د دغو ژوو بقا له جدي ګواښونو سره مخ ده.
د چاپېریال ساتنې فعالان د ژغورنې دا ډول اقدامات د طبیعي میراث د ساتنې لپاره مهم ګام بولي او د قانون د جدي تطبیق غوښتنه کوي.

شال نیوز