د ایران په پلازمېنه تهران او د دغه هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې ،د جون په ۸مه، په سهار د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. ایراني رسنۍ او سیمه ییزې سرچیني وايي، دغه چاودنې له هغو هوايي بریدونو وروسته شوې دي چې اسراییلو د ایران پر پوځي اهدافو ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې، د تهران لوېدیځو سیمو ترڅنګ په اصفهان، تبریز او کرج ښارونو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د تهران د اور وژنې ادارې ویلي دي، چې د سهار شاوخوا څلور بجې او درې څلوېښت دقیقې او بیا څلور بجې او پنځه څلوېښت دقیقې دوه جلا چاودنې ثبت شوې دي. ایراني چارواکي وايي، د ښار دننه پر استوګنیزو سیمو مستقیم برید نه دي شوي.
د اسراییلو پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې هوايي ځواکونو یې په لوېدیځ او مرکزي ایران کې د ایران له پوځي جوړښتونو سره تړلي اهداف په نښه کړي دي.
بلخوا، د ایران سپاه پاسداران په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې ده چې په دغو بریدونو کې له هوايي پلیټفارمونو څخه توغول کېدونکي بالیستیک توغندي کارول شوي دي.
د بریدونو له راپورونو وروسته ایراني چارواکو د احتیاطي تدابیرو په توګه د تهران د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر په ګډون د هېواد د هوايي حریم په ځینو برخو کې الوتنې ځنډولې دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د ایران او اسراییلو ترمنځ په وروستیو ورځو کې پوځي کړکېچ زیات شوی دی. ایران تر دې مخکې پر اسراییلو د توغندیو د بریدونو ادعا کړې وه، او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د لا پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د پېښې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه خپلواکو سرچینو بشپړ معلومات نه دي تایید کړي.

شال نیوز