د عوامي نېشنل ګوند د چمن ضلعې له لوري د تحصیل ژړه بند په انتظام یو ورکر کنونشن ترسره شو، چې پکې د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر اصغر خان اڅکزي ځانګړی ګډون کړی و، په داسې حال کې چې د ګوند صوبایي جنرل سیکرټري مابت کاکا، د چمن ضلعې صدر عبدالخالق حقمل، د ضلعې او تحصیل نورو مشرانو او ګڼ شمېر کارکنانو هم ګډون درلود۔

 

کنونشن ته د وینا پر مهال اصغر خان اڅکزي وویل، چې هېواد د تباهۍ پر لور روان دی او د دې وضعیت مخنیوی یوازې د سیاسي مبارزې له لارې ممکن دی. نوموړي زیاته کړه چې د خلکو پر مخ د روزګار هغه لارې تړلی شوې دي چې د ژوند د تېرولو اساسي وسیلې وې، خو ولس پر خپلو وسایلو واک نه لري۔

 

هغه وویل، سیاست د ټېکېدارۍ نوم نه دی، بلکې د قامونو ترمنځ د راتلونکي تړون، د امن او ثبات او پر خپلو وسایلو د واکمنېدو وسیله ده. د نوموړي په وینا، د وسلو کلتور پایلې خطرناکې ثابتېدی شي او د خلکو پر ژوند او اقتصاد منفي اغېز لري۔

 

د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر دا هم وویل چې د پاکستان ریاست د ولس د سر، مال او روزګار د ساتنې مسؤلیت لري، خو د وسلو د کلتور له امله د خلکو روزګار خوندي نه دی. نوموړي پر ولس غږ وکړ چې خپلمنځي یووالی او اتفاق وساتي، ځکه د ده په خبره، د خلکو د وېش لپاره دسیسې روانې دي.