د بلوچستان د کوېټې په سنډیمن صوبايي روغتون (سېول روغتون) کې د سرجیکل یونټ ون دننه یوه ډېره غمناکه او زړه بوږنوونکې پېښه رامنځته شوې، چرته چې پر یوې پوسټ ګرېجویټ ډاکټرې "ماهنور ناصر" باندې تېزاب شیندل شوي دي. دې پېښې نه یوازې طبي عمله، بلکې د ټول بلوچستان ولس په سخت صدمه او غصه کې اخته کړی دی.
د پولیسو په وینا، تېزاب شیندونکی تن په روغتون کې د یوې شخصي کمپنۍ لېفټ آپرېټر (کارکوونکی) و. له پېښې وروسته تورن کس له سیمي تښتېدلی و، خو په غبرګون کې د هغه د غورځېدلي شناختي کارډ او د سي سي ټي وي ویډیو په مرسته د هغه پېژندګلو ممکنه شوه.
وروسته بیا پولیسو وویل چې تورن کس "همایون شاه" په یوه پولیس مقابله کې وژل شوی، چرته چې هغه مبینه توګه پر پولیس پارټۍ باندې د ډزو کولو هڅه کړې وه.
د دې پېښې وروسته، د ځوانانو ډاکټرانو اتحادیې سخت غبرګون ښودلی او احتجاج یې پېل کړی دی. د ډاکټرانو دریځ دا دی چې د مبینه پولیس مقابلې او د پېښې د اصل لاملونو د پټولو مشکوکه هڅه کېږي. د دوي په وینا، په بلوچستان کې طبي عمله لا دمخه خوندي نه ده، په داسې حال کې چې په روغتونونو کې د امنیت ناقص انتظامات د دوي د ژوند لپاره یو سخت ګواښ جوړ شوی دی.
ځوانانو ډاکټرانو د صحت سېکرټري او حکومت خلاف پرضد نعرې هم ووهلې. د ډاکټرانو په وینا، پر ډاکټر ماهنور ناصر باندې دا برید یوازې پر یو فرد نه، بلکې د صحت پر ټول نظام باندې یوه لویه پوښتنه ده.
د دوي غوښتنه ده چې په روغتونونو کې دې سمدستي او اغېزمن امنیت پر ځای کړل شي، اوسنی نظام دې ښه کړل شي، د غفلت کونکو پر ضد دې کارروایي وشي او طبي عملې ته دې بشپړ خوندیتوب ورکړل شي.
دوي روښانه کړه چې ترڅو چې د دوي غوښتنې ونه منل شي، دا احتجاج به دوام ولري او د ټول بلوچستان په روغتونونو کې به خدمات ځنډېدلي وي.
په دې اړه د بلوچستان د داخله چارو مرستیال "بابر یوسفزي" ویلي دي چې د پېښې پوره پلټنې روانې دي او د حکومت لخوا په روغتونونو کې د امنیت د لا ښه کولو لپاره ګامونه پورته کېږي.
د هغه وینا ده چې په داسې غمناکو پېښو کې ککړو عناصرو ته به د قانون له مخې سخته سزا ورکول کېږي او د طبي عملې د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره به ټول وسائل په کار راوستل شي.
دا پېښه په روغتونونو کې د امنیت پر نظام باندې جدي پوښتنې راپورته کوي او په بلوچستان کې د ډاکټرانو، په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکټرانو د خوندیتوب وضعیت نور هم د اندېښنې وړ ګرځوي. کوم ډاکټران چې د نورو ژوند ژغوري، نن په خپله خوندي نه دي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا له دې پېښې وروسته به په عملي توګه امنیت ښه کړل شي، که د داسې پېښو لړۍ به همداسې روانه وي؟
ځوانانو ډاکټرانو په ټول بلوچستان کې د احتجاج غږ کړی دی.

نعيم اچکزئي