په خېبر پښتونخوا کې د تېرې میاشتې راهیسي د روانو بارانونو په ترڅ کې د پېښو لړۍ دوام لري. په تازه پېښه کې په کوهاټ کې د یو کور د چت راغورځېدو له امله دوه مېرمنې وژل شوي دي.

 

د ژغورنې ادارې، ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند، شال نیوز ته ویلي چې په کوهاټ کې د درنې ورښت له امله د کور چت راغورځېدلی چې په پایله کې یې دوه مېرمنې مړې او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

 

د رسمي شمېرو له مخې، د مارچ له ۲۵مې نېټې راهیسي په پېښور، مردان، لکي مروت، نوښار، ایبټ اباد او ضم شویو قبایلي ضلعو کې د بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۴۷ ته رسېدلی او تر ۱۲۰ ډېر کسان ژوبل شوي دي.

 

د دغو پېښو تفصيل لپاره د ريسکيو ۱۱۲۲ ادارې وياند، بلال فيضي، سره د شال نيوز دا مرکه واورئ.