ایران د اسراییل پر لور څو توغندي ویشتلي، چې دا د اپرېل میاشتې له اوربند وروسته لومړی مستقیم برید بلل کېږي. د اسراییل پوځ ویلي دي، چې دا توغندي د هېواد شمالي سیمو ته توغول شوي او د دفاعي سیستمونو له خوا د هغوي د شنډولو هڅه شوې ده. د برید له امله په ګڼو سیمو کې د خطر زنګونه هم غږول شوي دي.
راپورونه وایي چې ایران دا اقدام د لبنان په بیروت ښار کې د اسراییلي هوايي بریدونو په ځواب کې کړی، هغه بریدونه چې د حزب الله اړوند سیمي یې په نښه کړې وې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
ایراني چارواکو خبرداری ورکړی دی چې که پر لبنان بریدونه دوام ومومي، نو نور “سخت ځواب” به هم ورکړي. بل لور ته، اسراییل ویلي دي چې د هر ډول نورو بریدونو پر وړاندې به تیار وي.
کارپوهان وایي چې دا تازه پېښه د منځني ختیځ په روان کړکېچ کې خطرناک بدلون ښيي او کېدای شي سیمه یو ځل بیا پراخې جګړې ته ولاړه شي.

شال نیوز