د سوات ضلعې د مټې تحصيل د شکردرې په کلي کې ناڅرګنده وسلوالو د ټرانسپورټر ،افضل خان ګوجر، پر ګاډي ډزې کړې دي چې له امله يې د هغه زوې، وراره او يو ساتونکی وژل شوي، په داسې حال کې، چې افضل ګوجر ټپي شوی او روغتون ته رسول شوی دی.
د سوات پوليسو وياند ويلي، چې پېښه ،د جون په ۷مه، ماخوستن رامنځته شوې ده. د پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخې، په بريد کې د افضل ګوجر زوې بهرام خان، د هغه وراره او يو ساتونکی وژل شوي دي، او افضل ګوجر ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.
ځايي سرچيني وايي چې له بريد وروسته په سيمه کې سخته وېره خپره شوې او د ځينو عيني شاهدانو په وينا تر يو وخته د ډزو غږونه هم اورېدل کېدل.
د سوات پوليسو ويلي دي چې سيمه يې په خپل کنټرول کې اخيستې، د لټون عمليات روان دي او د پېښې د حقيقتونو معلومولو لپاره پلټنې کوي.
تر اوسه د بريد انګېزه نه ده معلومه شوې او نه هم چا د دې بريد مسووليت منلی دی.

عصمت علي اخون