د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د سرو زرو د کانونو د فعالیتونو د بندېدو او د کانونو د کنټرول پر سر د ځایي اوسېدونکو او طالب چارواکو ترمنځ کړکېچ لا پسې پراخ شوی دی. د سیمي سرچیني وايي چې د نسي او شکي ولسوالیو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کسان د طالبانو د وروستۍ پرېکړې پر ضد لاریونونو ته راوتلي دي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو ورځو کې د لاریون کوونکو او طالب ځواکونو ترمنځ په ځینو سیمو کې نښتې هم شوې دي. ځایي سرچیني ادعا کوي چې په دغو پېښو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د نسي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د سرو زرو له کانونو او د سیندونو له شګو څخه د سرو زرو را ایستل د زرګونو کورنیو د عاید مهمه سرچینه ده. د دوي په وینا، د کانونو د فعالیتونو له بندېدو وروسته ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.
یو ځایي اوسېدونکي شال نیوز ته وویل: “موږ له کلونو راهیسي د همدې کانونو له لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کولې. اوس چې کارونه درېدلي، خلک د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.”
لاریون کوونکو له طالب چارواکو غوښتي چې د کانونو د فعالیتونو په اړه خپله پرېکړه بېرته و ارزوي او ځایي خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
بلخوا، د سیمي سرچیني وایي چې د کانونو د عوایدو او کنټرول پر سر د طالبانو د ځینو ځایي مسؤلانو ترمنځ هم اختلافات راپورته شوي دي، خو د دغو ادعاوو په اړه خپلواکې سرچیني معلومات نه دي تایید کړي.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت د بدخشان د کانونو په اداره کې ځیني بدلونونه راوستي دي. د راپورونو له مخې، د بدخشان د کانونو پخوانی رییس له دندې لرې شوی او پر ځای یې عبدالمتین رحیمزی ټاکل شوی دی.
رحیمزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي دي چې د افغانستان طبیعي شتمنۍ د دولت ملکیت دي او هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې په ناقانونه توګه له کانونو څخه ګټه واخلي.
ځایي سرچیني دا هم وایي چې طالبانو د وضعیت د کنټرول لپاره بدخشان ته اضافي ځواکونه استولي دي. همدارنګه راپورونه څرګندوي چې د طالبانو استخباراتي ادارې په نسي ولسوالۍ کې یو ځایي قومندان، چې د موسی کاکا په نوم پېژندل کېږي، نیولی دی. د نوموړي د نیولو خبر په سیمه کې د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.
بدخشان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د لاجوردو، سرو زرو او نورو قیمتي ډبرو د بډایه زېرمو له امله ځانګړی اقتصادي اهمیت لري. د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، طالبانو هڅه کړې چې د هېواد د کانونو عواید تر مرکزي ادارې لاندې راولي، خو د کانونو د مدیریت، د عوایدو د وېش او د ځایي خلکو د ونډې په اړه لانجې لا هم دوام لري.
د سیمي اوسېدونکي وایي چې د کانونو د عوایدو د مدیریت او د ځایي خلکو د اقتصادي اړتیاوو ترمنځ د توازن موندل د روان کړکېچ د حل لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

شال نیوز