د کرمې ضلعې په پاړاچنار کې د محرم په سولییز ډول د ترسره کولو په موخه ،د جون په ۷مه، د ضلعې د قبایلي مشرانو یوه جرګه ترسره شوه، چې پکې د کوهاټ ډویژن کمشنر، د پولیسو لوړپوړو چارواکو او ضلعي انتظامیې استازو ګډون درلودل.

 

د جرګې پر مهال د کوهاټ ډویژن کمشنر ،سید معتصم بالله شاه، د کوهاټ ریجنل پولیس افسر ،عرفان طارق، او د کرم ډپټي کمشنر ،اشفاق خان، خپلو ویناوو کې وویل، چې د محرم په سولییز ډول ترسره کېدو او په ضلعه کې د تلپاتې امن د ټینګښت لپاره ټول ضروري اقدامات ترسره کېږي.

 

بلخوا، قبایلي مشرانو د خپلو ویناوو پر مهال د محرم په ورځو کې د امن او نظم د ساتنې لپاره له امنیتي ځواکونو، ضلعي انتظامیې، پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره د بشپړې همکارۍ اعلان وکړ.

 

قبایلي مشرانو وویل، چې محرم د حرمت، صبر او قربانۍ میاشت ده، او د سیدالشهداء حضرت امام حسین (رض) ستره قرباني ټول امت ته د یووالي، ورورولۍ او زغم درس ورکوي.

 

هغوي ژمنه وکړه، چې نه یوازې د محرم پر مهال، بلکې په سیمه کې د دوامدار امن د ټینګښت لپاره به هم هر ډول ممکنه همکاري جاري ساتي، ځکه امن د سوکالۍ، پرمختګ او ثبات بنسټ ګڼل کېږي.

 

په جرګه کې دا هم تکرار شوه، چې د شرخوښو او امن ضد عناصرو پر ضد به د حکومت د اقداماتو بشپړ ملاتړ کېږي. ګډونوالو په کرمه ضلعه کې په امنیتي حالت د اطمینان څرګندونه وکړه، او وې ویل، چې د دې د ساتلو لپاره د ټولنې د ټولو غړو ګډ رول مهم دی.

 

قبایلي مشرانو له حکومته غوښتنه وکړه، چې په ټولنیزو رسنیو کې د فرقه ييزو کرکې، پاروونکو څرګندونو او سپکاوي پر بنسټ فعالیتونو پر ضد دې بې‌ توپیره او اغېزمن ګامونه پورته کړي، څو امن ضد عناصر خپلو موخو ته ونه رسېږي او په ټولنه کې د ورورولۍ او همغږۍ فضا خوندي پاتې شي.