د پاکستان د کورنيو چارو وزير ،محسن نقوي، د جون په ۶مه، تهران ته ورسېد، چې هلته يې د ايران د کورنيو چارو وزير ،اسکندر مومني، او په ايران کې د پاکستان سفير ،عمران احمد صديقي، له لوري هرکلی وشو.

 

د راپورونو له مخې، نوموړی د پاکستان د پوځ د مشر (فيلډ مارشال) سيد عاصم منير او وزيراعظم شهباز شريف ځانګړي پيغامونه د ايران ستر رهبر ،آيت الله سيد مجتبی خامنه يي، ته رسوي.  

 

د ايران دولتي خبري اژانس «ايرنا» د باخبره سرچينو له قوله ويلي دي، چې محسن نقوي له ځان سره يو «مهم پيغام» وړی دی، چې ټاکل شوې، د ايران ستر رهبر ته وسپارل شي.

 

سرچيني زياتوي چې نوموړي تهران ته تر روانېدو مخکې له وزيراعظم شهباز شريف او نورو لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره پراخې سلا مشورې کړې وې.  

 

محسن نقوي له خپل ايراني سيال اسکندر مومني سره په ليدنه کې وويل، چې تهران ته يې سفر د سيمي د اوسني وضعيت په اړه د پاکستاني مشرتابه د ځانګړو پيغامونو د رسولو لپاره کړی دی. هغه هيله څرګنده کړه چې روانې سيمه ييزې شخړې به د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې هوارې شي.  

 

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو بهير له يوې نوې ځنډنۍ مرحلې سره مخ شوی او په منځني ختيځ کې د وروستيو پوځي او سياسي کړکېچونو له امله اندېښنې زياتې شوې دي.

 

پاکستان په تېرو مياشتو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د اسانتيا لپاره فعاله ډيپلوماسي پر مخ وړې او اسلام اباد هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړي رول ولوبوي.  

 

د سياسي چارو شنونکي وايي، د محسن نقوي دا سفر يوازې د پاکستان او ايران د دوه اړخيزو اړيکو په چوکاټ کې نه محدودېږي، بلکې د ايران ـ امريکا خبرو، د منځني ختيځ د امنيتي وضعيت او د سيمه ييز ثبات له روانو هڅو سره هم تړاو لري. خو تر اوسه د پاکستان او ايران چارواکو د ياد پيغام په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.