د لبنان د وسلوالو ځواکونو مشر ،جنرال روډولف هیکل، د پاکستان د پوځ د مشر فیلډ مارشال ،سید عاصم منیر، په رسمي بلنه اسلام اباد ته رسېدلی دی. ټاکل شوې، چې نوموړی د خپل څو ورځني سفر پر مهال له پاکستاني پوځي او حکومتي چارواکو سره پر دوه اړخیزو دفاعي اړیکو، پوځي روزنې، د ترهګرۍ ضد همکارۍ او د منځني ختیځ د وروستیو امنیتي بدلونونو په اړه خبرې وکړي.
د لبنان پوځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو پراخول او د امنیتي تجربو تبادله ده.
پاکستان او لبنان له کلونو راهیسي دوستانه اړیکې لري او د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو په ګډون په بېلابېلو نړیوالو چوکاټونو کې یې همکاري کړې ده.
د جنرال هیکل سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې لبنان د خپل تاریخ له یوه حساس امنیتي پړاو څخه تېرېږي. په تېرو میاشتو کې د لبنان او اسراییل ترمنځ تاوتریخوالی څو ځله زیات شوی او د دواړو خواوو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د بریدونو او ځوابي عملیاتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د لبنان حکومت او پوځ پر اسراییل تور لګوي چې د اوربند له تفاهمونو سرغړونه کوي، په داسې حال کې چې اسراییل وایي د خپلو امنیتي ګواښونو پر ضد اقدام کوي.
د لبنان په سویل کې د اسراییلي بریدونو له امله د لبناني پوځ یو شمېر سرتېري هم وژل شوي او ټپیان شوي دي. د لبنان پوځ ټینګار کوي چې د هېواد د حاکمیت او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپلې دندې ترسره کوي، خو د جګړې پراخېدو د خطر په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.
بل لور ته، امریکا د لبنان او اسراییل ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې ساتلې دي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو په دې وروستیو کې ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ویل کېږي چې په دغو خبرو کې د لبنان وضعیت، د اوربند ټینګښت، د سیمي امنیت او د پراخې جګړې د مخنیوي پر لارو چارو بحث شوی دی.
واشنګټن په ځلونو ویلي دي چې نه غواړي د لبنان او اسراییل ترمنځ شخړه په پراخې سیمه ییزې جګړې بدله شي. د امریکا چارواکي باور لري چې د ډیپلوماسۍ له لارې د تاوتریخوالي کمول د سیمي د ثبات لپاره اړین دي.
د جنرال هیکل سفر د ایران او امریکا ترمنځ د روانو سیاسي او امنیتي اړیکو په تناظر کې هم مهم ګڼل کېږي. پاکستان په وروستیو میاشتو کې د سیمي له بېلابېلو هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو او د کړکېچونو د کمولو لپاره فعالې ډیپلوماټیکې هڅې کړې دي. فیلډ مارشال عاصم منیر تر دې وړاندې ایران ته هم سفر کړی و او هلته یې له پوځي او حکومتي چارواکو سره د سیمي د امنیت او ثبات په اړه خبرې کړې وې.
ځیني نړیوال شنونکي باور لري چې پاکستان هڅه کوي د منځني ختیځ له مهمو لوبغاړو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د سیمي د امنیتي مسایلو په اړه د باور وړ شریک په توګه خپل رول پراخ کړي. خو پاکستاني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د کوم منځګړي رول ادعا نه ده کړې.
تمه ده چې د لبنان د پوځ مشر به د خپل سفر پر مهال د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر سره جلا لیدنه وکړي. په دغو خبرو کې به د دواړو هېوادونو د پوځي همکاریو تر څنګ د منځني ختیځ وروستی وضعیت، د ترهګرۍ ضد مبارزه، د سرحدي امنیت ننګونې او د سیمي د ثبات لپاره د همکاریو پر لارو چارو هم بحث وشي.
د سیاسي چارو څارونکي وایي، که څه هم دا سفر په رسمي ډول د پوځي همکاریو د پراختیا لپاره ترسره کېږي، خو د هغه وخت او شرایطو ته په کتو سره د منځني ختیځ د روان کړکېچ، د لبنان او اسراییل د شخړې او د سیمي د امنیتي بدلونونو په اړه به هم د بحث مهمه برخه وي.
د لبنان د پوځ د مشر دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې نړیواله ټولنه هڅه کوي د منځني ختیځ د شخړو د لا پراخېدو مخه ونیسي او د ډیپلوماسۍ له لارې د سیمي ثبات خوندي کړي.

شال نیوز