د خېبر پښتونخوا د کرک ضلعې د رېسکيو ۱۱۲۲ چارواکي وايي، د دې ضلعې په مدکي روډ ګباري بانډه سيمه کې د ګيدړ په بريد کې دوه ښځې ټپي شوې دي۔
چارواکي زياتوي چې د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د دوي طبي ټيم سمدستي د پېښې ځای ته ورسېد او ټپي شوو ښځو ته يې لومړنۍ طبي مرسته ورکړه۔
د دوی په وينا، ټپي شوې ښځې ۶۵ کلنه او ۳۲ کلنه دي او د نور علاج لپاره د تخت نصرتي تحصيل هېډکوارټر روغتون ته لېږدول شوې دي۔
چارواکي وايي، سيمه ييزو خلکو پر وخت اقدام وکړ او ګيدړ يې ووژل.

غلام اکبر مروت