د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې ،د جون په ۷مه، سهار د ډرون په یوه برید کې یو موټر تباه شوی دی.
ځايي سرچیني وایي، برید د اعظم ورسک د سرا غاړه په سیمه کې د سهار شاوخوا شپږ بجې ترسره شوی. د سرچینو په وینا، یاد موټر د یوه ځايي قوماندان کور ته نږدې ولاړ و او ګومان کېږي چې له چاودېدونکو توکو ډک و.
سرچیني زیاتوي چې موټر د ډرون له لارې په نښه او تباه کړل شو. د چاودنې غږ د واڼا ښار او شاوخوا سیمو کې هم اورېدل شوی او د نږدې ودانیو د کړکیو ښیښې یې ماتې کړې دي.
د پولیسو سرچینو شال نیوز ته ویلي، چې په سیمه کې د ډرون برید راپور ترلاسه شوی دی، خو تر اوسه د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د سیمي اوسېدونکي وایي، چې له پېښې وروسته په سیمه کې اندېښنه او وېره خپره شوې ده. تر اوسه د دې برید په اړه کومې ادارې رسمي بیان نه دی ورکړی، او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

ظفر وزير