د بلوچستان هایکورټ ،د جون په ۵مه، په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو د مشر ،محمود خان اڅکزي، پر ضد د درج شوې مقدمې پر بنسټ د هر ډول قانوني کارروایۍ د ځنډولو حکم کړی او د هغه آئیني درخواست یې د باقاعده اورېدنې لپاره منظور کړی دی.
د هایکورټ د دوه کسیزې جرګې، چې مشري یې چیف جسټس محمد کامران ملاخېل کوله، د محمود خان اڅکزي هغه آئیني درخواست واورېد چې پکې یې د قلعه عبدالله ضلعې د ګلستان تاڼې په حدودو کې د خپل پر ضد د درج شوې مقدمې قانوني حیثیت ننګولی دی.
عدالت د لومړنیو دلایلو تر اورېدو وروسته د مقدمې پر بنسټ د هر ډول قانوني کارروایۍ د ځنډولو حکم وکړ او د بلوچستان حکومت او نورو اړوندو فریقینو ته یې د ځواب لپاره نوټسونه جاري کړل.
په عدالت کې د محمود خان اڅکزي استازولي د وکیلانو یوې ډلې وکړه چې پکې محمد ریاض احمد، سینیټر کامران مرتضی، حبیب الله ناصر، ایاز مندوخېل، راهب بلوچ او نور شامل وو.
د پولیسو له خوا د قلعه عبدالله ضلعې د ګلستان تاڼې په حدودو کې د محمود خان اڅکزي او یو شمېر نورو سیاسي مشرانو پر ضد مقدمه درج شوې ده. د مقدمې ترمخه، پر نوموړي تور لګول شوی چې د یوې ولسي غونډې پر مهال یې د یوې ریاستي ادارې او اوسني حکومت په اړه داسې څرګندونې کړې چې ،د چارواکو په وینا، د خلکو د راپارېدو او د کرکې د خپرېدو سبب کېدی شي.
خو محمود خان اڅکزي په خپل آئیني درخواست کې د دغې مقدمې قانوني حیثیت ننګولی او له عدالته یې غوښتنه کړې ده چې د هغه پر ضد روانې قانوني چارې ودرول شي. د عدالت د لنډمهالي حکم ترمخه، د یادې مقدمې پر بنسټ به هر ډول قانوني کارروایي د راتلونکې اورېدنې تر نېټې پورې ځنډول شوې وي.
ټاکل شوې ده چې عدالت به د بلوچستان حکومت او نورو اړوندو ادارو له ځوابونو ترلاسه کولو وروسته د مقدمې نوره اورېدنه وکړي.

نعيم اچکزئي