د کراچۍ د ګلشن اقبال سيمي په نهم بلاک کې ،د جون په ۵مه، د يوې لويې اورلګېدنې له امله شاوخوا سل جونپړۍ وسوځېدې او له شلو زياتې چينګچي رکشې، موټرسايکلونه او لاس ګاډي هم له منځه ولاړل. د عزيز بهټي پوليسو ويلي، چې اور د طيب ګوټ سره نېږدې په جونپړو مېشته ابادۍ کې لګېدلی و.

 

د ژغورنې ادارې ،ريسکيو ۱۱۲۲، وياند ،حسن الحسيب خان، رسنيو ته ويلي دي، چې د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د اورلګېدنې خبر ترلاسه شو. د هغه په وينا، په ياده سيمه کې نږدې اووه سوه جونپړۍ جوړې شوې وې.

 

نوموړي وويل، د اور د مهارولو لپاره ۱۱ د اوروژنې ګاډي او دوه د اوبو ټانکرونه سيمي ته ولېږل شول. د درې ساعتونو پرله‌ پسې هڅو وروسته اور تر کنټرول لاندې راوستل شو.

 

د ريسکيو چارواکو په وينا، اور شاوخوا سل جونپړۍ په بشپړه توګه وسوځولې، او د سيمي د اوسېدونکو له شلو زيات موټرسايکلونه، چينګي رکشې او لاس ګاډي هم په اور کې زيانمن شوي دي.

 

چارواکي وايي، د اورلګېدنې کره لامل لا نه دی معلوم شوی، خو د سيمي ځينو اوسېدونکو ادعا کړې چې اور د ګاز سلنډر د چاودنې له امله پېل شوی و. د دوي په وينا، اور لومړی درې جونپړۍ ونيولې او وروسته نورو استوګنځايونو ته هم خپور شو.

 

په پېښه کې د ځاني زيان په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی ورکړل شوی. چارواکي وايي، د پېښې د لاملونو د معلومولو او د اوښتو زيانونو د ارزونې لپاره پلټنې روانې دي.