د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې انتظاميه وايي چې د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د سختو طوفاني بارانونو له امله د کچه کورونو د نړېدو پېښې دوام لري، چې له امله یې څلور ماشومان مړه شوي او يو ټپي دی.
د معلوماتو لمخې، د کوز کرمې د دراني په سیمه کې د اشرف په نوم د یو کس د کور چت راولوېد، چې پکې د هغه درې ماشومان (۱۱ کلن عابد، ۵ کلنه عاصمه او ۸ کلنه یاسینې) ژوند له لاسه ورکړ.
همداراز، د پاړاچنار اړوند د زیړان تاجک په سیمه کې د یوه ځایي خبریال یاسر عباس د کور چت هم راولوېد، چې له امله یې د هغه ۵ کلن وراره کیان عباس مړ شو او بل ماشوم، ماجد، ټپي شو.
د خېبر پښتونخوا د آفتونو د مدیریت صوبايي ادارې پي ډي ايم ای ضلعې کوارډنيټر شيراز باچا، شال نيوز ته وويل چې، هره ورځ د ضلعې له بېلابېلو سیمو څخه د پينځه نه تر شپږ کورونو د نړېدو راپورونه ترلاسه کېږي، چې ځیني یې د انساني زيانونو سبب هم ګرځي.
بل لور ته، د کوز او منځنۍ کرمې په سیمو کې د کرم سیند پر غاړه سړک د سیلابونو له امله نړيدلی، چې له امله یې د تېرو پنځو ورځو راهیسي تګ راتګ بند شوی او زرګونه خلک په خپلو سیمو کې بند پاتې دي.
ضلعي چارواکي وايي چې د سړک د بیارغونې او د ټرافیک د بېرته بحالولو لپاره هڅې روانې دي، خو لا هم خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

مصطفی خان