په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (یو این ایف پي ای) د خپلې ځایي ښځینه کارکوونکې، فرشته عمادي، مړینه تایید کړې ده.
یوناما په خپره کړې خبرپاڼه کې د اغلې عمادي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د خپلې ادارې یوه ارزښتمنه غړې بللې ده. دغه سازمان د نوموړې له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې او د هغوي د شخصي حریم د درناوي غوښتنه یې کړې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې د اغلې عمادي د مړیني د لامل او څرنګوالي په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي، خو ملګرو ملتونو تر اوسه د پېښې د ځای، وخت او څرنګوالي په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي.
ځینو راپورونو ادعا کړې ده، چې نوموړې په کابل کې د وسلوالو په برید کې وژل شوې ده، خو دا ادعاوې تر اوسه د کومې رسمي سرچیني له خوا نه دي تایید شوې.
په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت هم تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په افغانستان کې د مېندو د روغتیا، د روغتیايي خدمتونو د ملاتړ او د ښځو او نجونو د خوندیتوب په برخو کې فعالیت کوي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې ده، چې نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو سازمانونه په افغانستان کې د ښځینه کارکوونکو د امنیت او د هغوي پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنې څرګندوي.

شال نیوز