د کورمي ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو او تیزو بادونو له امله د برېښنا دوه مهم ټاورونه نسکور شوي دي. د ټاورونو د نړېدو له کبله په ټوله ضلعه کې د برېښنا رسد ځنډېدلی او خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. اړوندو ادارو د برېښنا د بېرته بحالولو لپاره د ترمیم او بیارغونې چارې روانې ساتلې دي.

تفصيل د مصطفې خان په دې راپور کې وګورئ.