د سوات په غرونو کې ځیني ځایونه داسې وي چې انسان یې یوازې ویني نه، بلکې احساسوي یې. ملم جبه هم له همدغو سیمو څخه ده؛ یوه داسې غرنۍ سیمه چې د فطرت ښکلا، د زرګونو کلونو تاریخ او د پښتني کلتور رنګونه پکې سره یو ځای شوي دي.

 

د مینګورې ښار نه شاوخوا ۴۵ کلومیټره لرې پرته دا سیمه د هندوکش د غرونو په لمنه کې موقعیت لري. د منګلور او سالنډې له لارې چې د ملم جبې پر لور سفر پېل شي، نو له لومړیو شیبو د منظرې رنګ بدلېدل پېل شي.

 

 

 

 

د لارې دواړو غاړو ته شنه باغونه، دنګ غرونه، د چینو روانې اوبه او د کلیوالو ساده ژوند هغه انځور وړاندې کوي، چې د ښارونو له شور او ګڼې ګوڼې نه لرې د سکون احساس ورکوي.

 

د سیر، تلیګرام، ملم او نورو کلیو له منځه تېرېدونکې لاره د سوات د طبیعي ښکلا یوه ژوندۍ ننداره ده. د غرونو په لمنو کې خپاره کورونه، د میوو باغونه او د ځنګلونو شنې لمنې مسافر دې ته اړ باسي چې څو ځله د لارې پر سر ودرېږي او د فطرت دا ښکلا په خپلو سترګو وویني.

 

د دې سفر په اوږدو کې د جهان آباد تاریخي بدها مجسمه د سیمي د زرګونو کلونو لرغوني تاریخ یاد تازه کوي. دا مجسمه د ګندهارا د تمدن له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي او ښيي چې سوات یوازې د طبیعي ښکلا ټاټوبی نه، بلکې د لرغوني تمدن، فلسفې او فرهنګي میراث یوه مهمه خزانه هم ده.

 

 

 

 

ملم جبه د پاکستان له مشهورو سیاحتي سیمو څخه شمېرل کېږي. د ژمي په موسم کې د واورې پوښلې څوکې او د سکي نړیوال مرکز زرګونه مینه وال ځان ته راکاږي، په داسې حال کې چې د اوړي په موسم کې یخه هوا، شنې منظرې، چیرلفټ، زپ لاین، آس سپرلۍ او غرني سفرونه د کورنیو او سیلانیانو د پام وړ ګرځي.

 

د لوي اختر د رخصتیو پر مهال هم د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ شمېر سیلانیان ملم جبې ته راغلي وو. د پنجاب نه راغلې تنکۍ سیلانیې ،فاطمې، چې د آس سپرلي یې کوله، شال نیوز ته وویل، چې دا یې لومړی سفر دی او د سیمي ښکلا یې له تمې زیاته موندلې ده.

 

 

 

 

هغې وویل: “ما مخکې هم بېلابېل سیاحتي ځایونه لیدلي، خو د ملم جبې منظرې، یخه هوا او غرنی چاپېریال راته بېخي ځانګړی ښکاري. زه به خامخا خپلو ټولګیوالو او ملګرو ته ووایم چې لږ تر لږه یو ځل دې ځای ته راشي.”

 

بل لور ته د بلوچستان نه راغلي یوه سیلاني وویل چې دوي خپل سفر د لوي اختر په دویمه ورځ پېل کړی و او تر دې مخکې یې د پاکستان ګڼ غرني او سیاحتي ځایونه لیدلي دي.

 

هغه وویل: “مونږ کشمیر او نور ډېر ځایونه لیدلي دي، خو د ملم جبې طبیعي ښکلا، ارامه فضا او د خلکو مېلمه پالنه راته ځانګړې ښکاري.”

 

ملم جبه یوازې د غرونو او ځنګلونو نوم نه دی. دلته د سوات کلتوري ژوند هم د سیلانیانو پام ځان ته را اړوي. د رباب خوږې نغمې، د طبلې تالونه او د هارمونیم اوازونه د سیمي فرهنګي هویت ژوندی ساتي. په ګڼو سیاحتي ځایونو کې ځايي هنرمندان د خپلې موسیقۍ له لارې میلمنو ته د سوات د کلتور او دودونو یوه بله څېره ورپېژني.

 

 

 

 

ځايي اوسېدونکي وایي چې د سیاحت له پراختیا سره د سیمي اقتصاد هم وده کړې ده. هوټلونه، رستورانونه، د آس سپرلۍ، لاسي صنایع، د ترانسپورټ خدمات او نور واړه کاروبارونه د سلګونو کورنیو لپاره د عاید مهمې سرچیني ګرځېدلې دي.

 

ملم جبه نن د پاکستان د سیاحت له هغو مهمو مرکزونو څخه ده چې پکې طبیعي ښکلا، تاریخي ارزښت او کلتوري شتمني سره یو ځای لیدل کېږي. دلته د هندوکش د غرونو خاموشه عظمت، د ګندهارا د تمدن نښې او د پښتني کلتور ژوندۍ نغمې د هر لیدونکي لپاره یوه ځانګړې تجربه برابروي.

 

همدا لامل دی چې هر کال زرګونه کسان دې سیمي ته راځي. خو کله چې بېرته ستنېږي، نو له ځان سره یوازې عکسونه نه وړي؛ بلکې د سوات د غرونو، ځنګلونو او یادونو یوه نه هېرېدونکې خاطره هم ورسره وي.