د خېبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې پولیسو د افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر افغان کډوال نیولي دي.

 

شال نیوز ته ترلاسه شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې پولیس واله ځیني کسان نیسي ،چې ویل کېږي افغان ګډوال دي، او د پولیسو موټر ته یې خېجوي.

 

د سرچینو له مخې، دا عملیات د قانوني اسنادو د پلټنې او د ناقانونه مېشتو بهرنیانو پر ضد د روانو اقداماتو برخه ده.

 

دا په داسې حال کې ده، چې په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد عملیات لا هم دوام لري او په بېلابېلو ضلعو کې د اسنادو د تصدیق او نیولو لړۍ روانه ده.

 

حکومتي چارواکي وایي، چې دغه اقدامات د امنیتي او قانوني تګلارې له مخې ترسره کېږي، خو د بشري حقونو ځیني ادارې د کډوالو د وضعیت او احتمالي بشري ستونزو په اړه اندېښنې څرګندوي.

 

تر دې دمه د نیول شویو کسانو د دقیق شمېر او د هغوي د وضعیت په اړه رسمي تفصیلات نه دي خپاره شوي.