تیراه (شال نیوز) : د تیراه راجګل کوکي خېلو د متاثرینو د کمېټې یوې استازي جرګې د تیراه له کمانډنټ کرنل سمیع الله سره په لیدنه کې د زیانونو د درولو شوې سروې د بیا پیل، د تړل شویو سیمو د پرانیستلو او د اغېزمنو کورنیو د زیانونو د جبران غوښتنه کړې ده.

 

د کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د سیمې پر امنیتي او ولسي ستونزو، د اغېزمنو خلکو پر وضعیت، د زیانونو د سروې، د تړل شویو سیمو د پرانیستلو او د پرمختیايي چارو پر چټکتیا خبرې شوې دي.

 

د جرګې ګډونوالو غوښتنه کړې چې د سیمې د هغو خلکو د زیانونو سروې دې بېرته پیل شي چې تر اوسه یې د کورونو او نورو شتمنیو د زیانونو اندراج نه دی شوی.

 

دوي همداراز له بابر کشکول څخه تر خروالې ګنډاو پورې د تړل شویو سیمو د پرانیستلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغو سیمو تړل کېدو د ځايي خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

 

د جرګې غړو ټینګار کړی چې د اغېزمنو کورنیو د زیانونو عادلانه اټکل او د هغوي د تاوانونو ورکړه باید یقیني شي، څو دغه کورنۍ وکولای شي خپل ژوند بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.

 

په دې لیدنه کې د سیمې د بنسټیزو تاسیساتو پر بیارغونې، د پرمختیايي پروژو پر پیل او خلکو ته د لومړنیو اسانتیاوو پر برابرولو هم ټینګار شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د جرګې غړو ملک صفیع الله جان کوکي خېل ته د قبایلي دود له مخې د لونګۍ په ورپرسر کولو د هغه درناوی هم کړی دی.

 

د جرګې ګډونوالو ویلي چې د تیراه ستونزې باید د جرګې، سلا مشورو او د ټولو اړوندو خواوو ترمنځ د همغږۍ له لارې حل شي. هغوي هیله څرګنده کړې چې اړوند چارواکي به د خلکو غوښتنو ته پام وکړي او د اغېزمنو کورنیو د ستونزو د هواري لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.