نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعي انتظامیې د پاکستان تحریک انصاف د ۴۹ نیول شویو غړو د نظربندۍ موده د نورو ۳۰ ورځو لپاره غځولې ده، خو د دغه ګوند یو ناروغه سپین ږیری مشر خوشې کړل شوی دی.

 

د نوښار د ډپټي کمشنر د دفتر سرچینو شال نیوز ته ویلي چې دغه کسان د امن عامه ساتنې قانون د درېیمې مادې (۳ اېم پي او) لاندې نیول شوي وو او د نظربندۍ لومړنۍ ۳۰ ورځنۍ موده یې پوره شوې ده.

 

د سرچینو په وینا، د دغو کسانو د نظربندۍ د مودې غځولو حکم نامه د نوښار نوي ډپټي کمشنر عبیدالرحمان توګړ په لاسلیک جاري شوې او د مردان زندان چارواکو ته لېږل شوې ده.

 

د ضلعي انتظامیې سرچینې زیاتوي چې د پبي تحصیل سره تعلق لرونکی د تحریک انصاف یو سپین ږیری مشر، چې په زندان کې سخت ناروغه شوی و، د انساني خواخوږۍ پر بنیاد خوشې کړل شوی دی.

 

د امن عامه ساتنې قانون لاندې ضلعي انتظامیه د هغو کسانو د نظربندۍ امر کولی شي چې د چارواکو په اند فعالیتونه یې د عامه امن او نظم د خرابېدو سبب ګرځېدلی شي.

 

د دغه قانون لاندې نظربندي د عدالت له خوا د سزا ورکولو په معنا نه ده او نظربند کسان کولی شي د انتظامیې پرېکړه په عدالت کې چلنج کړي. په پاکستان کې د سیاسي احتجاجونو پر مهال هم انتظامیه د دغه قانون له مخې د سیاسي ګوندونو د مشرانو او غړو د نظربندۍ حکمونه جاري کوي.

 

د نوښار ضلعي انتظامیې تر اوسه په تفصیل سره نه دي ویلي چې د دغو کسانو د نظربندۍ موده یې په کومو وجوهاتو غځولې ده. د انتظامیې د دې تازه پرېکړې په اړه د تحریک انصاف د مشرانو، د نظربندو کسانو د کورنیو او د هغوی د وکیلانو دریځ هم لا نه دی ترلاسه شوی.