کراچۍ (شال نیوز) : د سیند صوبې په سرښار کراچۍ کې د یوې شپږ پوړیزې ودانۍ د نړېدو له امله لږ تر لږه یو تن مړ او اته نور ژوبل شوي دي. پېښه د شورو په ورځ (د نومبر په ۲۵مه) بلوچ کالونۍ ته نږدې د اېډمن سوسایټۍ په سیمه کې شوې ده.

 

د کراچۍ د جناح روغتون ډاکټر عرفان صدیقي ویلي چې اته ژوبل کسان روغتون ته وروړل شوي دي، چې د درېیو روغتیايي حالت پکې نازک دی. د ژغورنې ادارو چارواکي وايي، وېره ده چې یو شمېر نور کسان هم د ودانۍ تر کنډوالو لاندې بند پاتې وي. د هغوی د راویستلو لپاره درانه ماشینونه غوښتل شوي دي.

 

د سیند صوبايي وزیر سعید غني ویلي چې د پېښې پر مهال په ودانۍ کې مزدورانو کار کاوه او چا پکې استوګنه نه کوله. د سیند د ودانیو د څارنې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ودانۍ د اېډمن سوسایټۍ په څلورم بلاک کې پر ۶۰۰ مربع ګزه ځمکه جوړېده.

 

ادارې ادعا کړې چې د استوګنې لپاره پر ځانګړې شوې ځمکه تجارتي ودانۍ جوړول کېده. د ودانۍ د نړېدو له امله یو شمېر ګاډي او موټرسایکلونه هم تر کنډوالو لاندې شوي دي.

 

د سیند وزیراعلا سید مراد علي شاه د پېښې د پلټنو امر کړی او اړوندو ادارو ته یې ویلي چې د ژغورنې کارونه چټک کړي. نوموړي د ودانۍ د منظور شوې نقشې، د تعمیراتي موادو د معیار او د احتمالي قانوني سرغړونو د پلټلو امر هم کړی دی.

 

د حکومتي شمېرو له مخې، په کراچۍ کې ۵۸۸ ودانۍ د استوګنې لپاره خطرناکې ګرځول شوې دي، چې شاوخوا سل یې یوازې د لیارۍ په سیمه کې دي. د روان کال د پېښې د علت په اړه لا کره معلومات نه دي ورکړل شوي او د ژغورنې کارونه دوام لري.