کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي په کوټه کې د نېشنل ټېلېکمیونیکېشن کارپورېشن د ډیټا سنټر پرانیسته کړې او ویلي یې دي چې د دغه مرکز جوړېدل د صوبې د ډیجیټلي پرمختګ پر لور یو مهم ګام دی.
نوموړي د پرانیستې په مراسمو کې وویل، نړۍ په چټکۍ سره د مصنوعي ځیرکتیا، نوې ټېکنالوژۍ او ډیجیټلي نظام پر لور روانه ده او د بلوچستان حکومت هم هڅې کوي چې صوبه له دغو پرمختګونو سره همغږې کړي.
د میر سرفراز بګټي په وینا، د بلوچستان حکومت د لومړي ځل لپاره د میرټ د پیاوړتیا لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د ازموینو نظام هم معرفي کړی دی. هغه وویل، د بلوچستان ځوانان په ملي بهیر کې د شاملولو اغېزمنه لاره د میرټ پیاوړتیا او د اداري فساد له منځه وړل دي.
اعلا وزیر د صوبې د ټولو دولتي ادارو د معلوماتو د ډیجیټلي کولو او خوندي ساتلو سپارښتنه هم کړې او د اطلاعاتي ټېکنالوژۍ ادارې ته یې لارښوونه کړې چې له وفاقي حکومت او اېن ټي سي سره نږدې همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې دولتي معلومات او د دفترونو ترمنځ اړیکې د ملي امنیت له پلوه ځانګړی اهمیت لري، نو ځکه باید د دولتي معلوماتو د ساتنې لپاره د امنیت تر ټولو لوړ معیارونه عملي شي.
میر سرفراز بګټي ویلي، د کوټې د ډیټا سنټر له جوړېدو سره بلوچستان ته یو مهم فرصت برابر شوی او صوبايي حکومت غواړي له اېن ټي سي او په پاکستان کې له نورو ډیټا سنټرونو سره همکاري نوره هم پراخه کړي.
د هغه په خبره، د ډیجیټلي حکومتولۍ او نوې ټېکنالوژۍ له لارې د دولتي ادارو کاري وړتیا او خلکو ته د خدمتونو کیفیت ښه کېدای شي. اعلا وزیر ټینګار کړی چې د ډیجیټلي کولو او ادارو د اصلاحاتو لپاره به د بلوچستان حکومت له وفاقي حکومت سره همکارۍ ته دوام ورکړي.


نعيم اچکزئي