باجوړ (شال نیوز) : د باجوړ ۳۵ ځوانان چې د ښه راتلونکي او کار موندلو په موخه اروپا ته پر ناقانونه لاره روان وو، د راپورونو له مخې د لیبیا ساحل ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې مړه شوي دي.

 

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، دغه ځوانان د باجوړ اوسېدونکي وو او د سمندري سفر پر مهال یې کښتۍ له پېښې سره مخ شوې ده. ویل کېږي چې دغو ځوانانو د روزګار موندلو او د خپلو کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره د اروپا پر لور د ناقانونه کډوالۍ لار غوره کړې وه.

 

دا لومړی ځل نه دی چې د باجوړ او د خیبر پښتونخوا د نورو قبایلي سیمو ځوانان اروپا ته د رسېدو په هڅه کې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. تر دې وړاندې هم د انساني قاچاق او ناقانونه کډوالۍ پر مهال په بېلابېلو سمندري پېښو کې د پاکستان ګڼ شمېر وګړي مړه شوي دي.

 

د دې پېښې په تړاو تر اوسه د وژل شویو ځوانانو د هویتونو او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور کره معلومات نه دي خپاره شوي. تر دې دمه د پاکستان حکومت او د باجوړ ضلعي انتظامیې هم د دې پېښې رسمي تایید ندی کړی.