مردان (شال نیوز) : د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې (ایف ایي اې) د خیبر پښتونخوا په مردان کې د غیر راجسټر شویو، هندي جوړو او مبینه جعلي درملو پر ضد عملیات کړي او په لویه کچه یې درمل نیولي دي.
د ایف ایي اې د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د نومبر پر ۲۳مه د یوې کره استخباراتي خبرتیا پر بنسټ د صوبې د درملو د څارنې له پلټونکو سره په ګډه ترسره شوي دي. ادارې لومړی په مردان کې د پوسټ اېکس په نوم د شخصي کوریر شرکت پر دفتر چاپه وهلې او هغه درمل یې نیولي چې د لېږد لپاره بک شوي وو.
د کوریر شرکت د اسنادو له لارې د درملو د لېږونکي له پېژندلو وروسته، د ایف آی اې ډلې د مردان په باغیچه ډېره سیمه کې د زاهد حسین په نوم د یوه کس پر استوګنځي چاپه وهلې او د غیر راجسټر شویو، هندي جوړو او مبینه جعلي درملو لویه اندازه یې ترلاسه کړې ده.
د لومړنیو پلټنو له مخې، نوموړي په فېسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو کې د «سمارټ هیلر» په نوم پاڼې چلولې او د دغو درملو انلاین اعلان او پلور یې کاوه. ایف ایي اې وايي، د چاپې پر مهال د «سمارټ هیلر فارماسیوټیکلز» په نوم د درملو د بسته بندۍ لپاره ځانګړي شوي سټېکرونه هم ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو درملو نمونې د کیمیاوي ازموینو لپاره د درملو د ازمېښت لابراتوار ته لېږل شوې دي. د چارواکو په وینا، د لابراتوار د راپور تر ترلاسه کېدو وروسته به نورې قانوني چارې او تفصیلي پلټنې ترسره شي. ایف ایي اې ویلي، د غیر قانوني درملو په جوړولو، پلور او لېږد کې د ښکېلو کسانو پر ضد به خپل عملیات روان ساتي.


پامیر جان