کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د اعلا وزیر ویاند شاهد رند ویلي، صوبايي حکومت د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی د ستونزو د هواري لپاره د قانون جوړولو ته چمتو دی.
نوموړي په کوټه کې د خبریالانو د احتجاجي کېمپ پر مهال د وینا پر مهال وویل، حکومت هڅه کوي چې کوټه د ناامنه او د تګ راتګ لپاره د محدودې سیمې په توګه د پېژندل کېدو تصور له منځه یوسي.
شاهد رند وویل، د خبریالانو غوښتنې حکومت ته وړاندې شوې دي او په دې اړه له خبریالانو سره تفصیلي خبرې هم شوې دي. د نوموړي په وینا، دی چمتو دی چې خبریالان د بلوچستان له اعلی وزیر سره د لیدنې لپاره برابر کړي.
هغه زیاته کړه چې د خبریالانو د حقونو د ساتنې او ستونزو د حل لپاره په صوبايي کچه قانون جوړول هم د حکومت له وړاندیزونو څخه دي. د بلوچستان د اعلا وزیر ویاند د خصوصي ټلوېزیوني چېنلونو په اړه وویل چې حکومت د دغو چېنلونو پر وړاندې د اقدام واک نه لري.
نوموړي ادعا وکړه چې په کوټه کې ځینو نیمهوخته خبریالانو ژورنالېزم ته زیان رسولی او د ځینو ورځپاڼو مالکان هم دولتي کارکوونکي دي. شاهد رند پر پخوانیو حکومتونو نیوکه وکړه چې د خبریالانو لپاره یې کوم عملي ګامونه نه دي اخیستي.
هغه همداراز وویل، د پېکا قانون له مخې د هغو کسانو پر ضد اقدامات شوي چې د نورو کسانو پر شخصیت یې تورونه لګولي دي. د نوموړي په وینا، هر څوک باید د نورو د عزت درناوی وکړي او حکومت له مسوولانه ژورنالېزم سره کومه ستونزه نه لري.
شاهد رند یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حکومت د خبریالانو د روا غوښتنو په اړه خبرو اترو او د هغوی د ستونزو هواري ته چمتو دی.


نعيم اچکزئي