د سوات په مينګوره ښار کې د ناقانونه مېشتو افغان کډوالو پر ضد د روانو عملياتو په ترڅ کې چارواکو د چينا مارکېټ، اکاخېل مارکېټ او کوچي مارکېټ په ګډون په بېلابېلو سيمو کې تر ۵۰ زيات دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړلي دي.

 

د ځايي انتظاميې له مخې، دغه عمليات ،د جون په ۲مه، د بابوزو اسسټنټ کمشنر ارحم مختار په مشرۍ ترسره شوي، چې پکې د پوليسو اضافي سرتېرو هم برخه اخيستې ده.

 

چارواکي وايي، د عملياتو هدف د هغو کاروبارونو او دوکانونو پر ضد قانوني ګامونه پورته کول دي چې د ناقانونه مېشتو بهرنيانو له خوا چلول کېږي يا د اړوندو اسنادو له نشتوالي سره مخ دي.

 

انتظاميه زياتوي چې د ناقانونه مېشتو بهرنيانو پر ضد به د قانون له مخې عمليات دوام ولري او د سرغړونو پر ضد به نور اقدامات هم کېږي.