پوليس وايي په لکي مروت کې نامعلومه وسلوالو، ديني عالم خالد امين په ډزو وژلی دی۔
د سرای نورنګ تاڼې پوليسو په وينا مولانا خالد امين د اپريل په ۹مه پريډ ګراونډ سيمه کې هدفي بريد کې وژل شوی دی۔ په مولانا خالد امين نامعلومه موټر سائيکل سورو ډزې وکړې چي له امله يې هغه ساه ورکړه۔
د پوليسو د وينا لمخې د پېښې نه پس په سيمه کې د لټون عمليات پېل شوي دي۔
د دې پيښي مسئوليت تر دې دمه کومې ډلې ندی منلی خو د شال نيوز ته استول شوي بيان کې د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني د مولانا خالد امين د وژنې غندنه کړې او په دې پېښه کې د لاس لرلو نه انکار کړی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې يوه ورځ مخکې په د لکي مروت په يوه بله سيمه، شهباز خېلو، کې د پوليسو په موټر باندې بمي چاودنه کې پينځه پوليس سرتيري ټپيان شوي وو.

غلام اکبر مروت