په داسې حال کې چې نن ،د جون ۵مه، د چاپېریال نړیواله ورځ نمانځل کېږي، د خېبرپښتونخوا د نوښار ضلعې یوې ټولنیزې او د چاپېریال ساتنې فعالې مېرمنې، سیما بابر، د پلاسټیکي ککړتیا پر ضد خپله مبارزه لا هم روانه ساتلې ده، او د خپل کلي ښځو ته د هنرونو د زده کړې ترڅنګ د چاپېریال ساتنې پیغام هم رسوي.

 

سیما بابر وايي، پلاسټیکي کڅوړې د چاپېریال لپاره یو جدي خطر دی، ځکه نو هغه له تېرو شپږو کلونو راهیسي د استعمال شوو کپړو نه کڅوړې جوړوي او خلکو ته یې وړیا وېشي، څو د پلاسټیک استعمال کم شي.

 

د هغې په وینا، دا هلې ځلې په لومړیو کې یوازې د کلي تر کچې محدودې وې، خو وروسته د نوښار ښار او د ضلعې نورو سیمو ته هم وغځېدې.

 

سیما بابر په خپل کلي کې د ښځو او نجونو لپاره د هنرونو یو مرکز هم چلوي، چرته چې هغوی ته خیاطي، ګنډنه او دستکاري ور زده کېږي. نوموړې وايي، د روزنې پر مهال ښځې له زړو او استعمال شوو جامو څخه د لاس کڅوړې جوړوي او پر هغو د چاپېریال ساتنې او د پلاسټیک د کمولو پیغامونه لیکي.

 

هغې وویل، پخوا د پلاسټیک ککړتیا تر ډېره د ښارونو ستونزه وه، خو اوس کلیوالو سیمو، کروندو، خوړونو او د اوبو لارو ته هم رسېدلې او طبیعي چاپېریال ته یې زیان رسولی دی.

 

سیما بابر وايي چې تر اوسه یې له شپږ سوو زیاتو ښځو ته د کپړې کڅوړو جوړولو، خیاطۍ او ګنډنې هنرونه ور زده کړي دي، چې له امله یې ګڼ شمېر ښځې اوس له خپلو کورونو دننه روزګار کوي.

 

نوموړې وايي، د کابل سیند ته د نږدېوالي له امله د پیر پايي کلی د پشکال بارانونو او سېلابونو له خطر سره مخ وي. د همدې لپاره دوي د موسمونو د بدلون، شجرکارۍ، د اوبو ساتنې او د چاپېریال د خوندي کولو په اړه هم د خبرتیا هلې ځلې کوي.

 

سیما بابر زیاتوي، د ځوانو ښځو بېلابېلې ډلې جوړې شوې دي چې په مختلفو سیمو کې د چاپېریال ساتنې لپاره د خبرتیا غونډې جوړوي او د ونو کرلو مهمونه پر مخ وړي، څو د چاپېریال ساتنه یوه ګډه ټولنیزه ذمه واري وګرځي.

 

د چاپېریال او د موسمونو د بدلون پوهان وايي، پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د موسمونو د بدلون اغېزې پرې په چټکۍ سره زیاتې شوې دي. د دوي په وینا، که څه هم د نړۍ په ټولیز کاربن اخراج کې د پاکستان ونډه کمه ده، خو بیا هم د تودوخې لوړېدو، بې وخته بارانونو، سېلابونو، وچکالۍ او د اوبو کمښت له امله سخت اغېزمن شوی دی.

 

پوهان وايي، پلاسټیکي کڅوړې د چاپېریال د ککړتیا او د موسمونو د بدلون په زیاتېدو کې مهم رول لري. دا کڅوړې د تیلو نه جوړېږي او د جوړېدو، استعمال او غورځول کېدو پر مهال فضا ته زیانمن ګازونه خوشې کوي. کله چې دا کڅوړې په چاپېریال کې وغورځول شي، نو سلګونه کاله وخت نیسي چې له منځه ولاړې شي او په دې موده کې خاوره، اوبه او طبیعي چاپېریال ککړوي.

 

د پاکستان د چاپېریال ساتنې ادارې او چاپېریالي څېړنو له مخې، په هېواد کې هر کال شاوخوا ۳.۳ میلیونه ټنه پلاسټیکي خځلې جوړېږي، په داسې حال کې چې نږدې ۵۵ اربه پلاسټیکي کڅوړې هر کال کارول کېږي.

 

پوهان وايي، د دغو کڅوړو یوه لویه برخه په خوړونو، ویالو، سیندونو او کرنیزو ځمکو کې پاتې کېږي چې له امله یې د اوبو لارې بندېږي، د سېلابونو خطر زیاتېږي او د مرغانو او نورو ژوو ژوند هم اغېزمنېږي.

 

که څه هم د خېبرپښتونخوا په کچه د پلاسټیکي کڅوړو د استعمال کره شمېرې نه دي خپرې شوي، خو د چاپېریال ساتنې ادارې وايي چې د صوبې په لویو ښارونو او بازارونو کې هره ورځ میلیونونه پلاسټیکي کڅوړې کارول کېږي او د پلاسټیکي خځلو لویه برخه همدا کڅوړې جوړوي. د صنعت او سوداګرۍ له معلوماتو سره سم، په خېبرپښتونخوا کې لسګونه د پلاسټیک د جوړولو او پروسس واړه او لوي کارخانې هم فعالیت کوي.

 

پوهان خبرداری ورکوي چې په وروستیو کلونو کې د سختې ګرمۍ څپو، ناڅاپي بارانونو او موسمي بې نظمۍ د کرنې، د اوبو زیرمو او د خلکو د ورځني ژوند لپاره نوې ستونزې پیدا کړې دي.

 

د هغوي په وینا، د هېواد په شمالي غرنیو سیمو کې د ګلیشیرونو چټک وېلې کېدل د راتلونکو کلونو لپاره د سېلابونو او نورو قدرتي افتونو خطر نور هم زیاتوي.

 

پوهان وايي، که د چاپېریال ساتنې، شجرکارۍ، د اوبو سم مدیریت او د موسمونو د بدلون پر وړاندې د چمتووالي لپاره جدي ګامونه پورته نه شي، نو راتلونکو کلونو کې به د دې ستونزې اغېزې لا پراخې شي.

 

سیما بابر وايي، د پلاسټیک پر ضد مبارزه یوازې د حکومت کار نه دی، بلکې هر وګړی کولی شي د کپړې کڅوړو په استعمال، د ونو په کرلو او د خپل چاپېریال په پاک ساتلو کې خپله ونډه واخلي.