د ‘سوات ريليف انيشيټو’ له خوا ،د جون په ۵مه، د سوات د پخواني والي، ميانګل عبدالحق جهانزېب، د زیږون ورځې په مناسبت يوه ځانګړې دستوره رابللی شوې ده، چې پکې به د تعليم په ډګر کې د غوره خدمتونو او ځانګړو لاسته راوړنو لرونکو استادانو، پوهانو او زده‌ کوونکو ته ايوارډونه او ستاينليکونه ورکړل شي.

 

د تنظيم له خوا په خپره شوې بلنه کې ويلی شوي دي، چې دغه غونډه به د جمعې په ورځ د سهار په لسو بجو د سيدو شريف په ودوديه تالار کې ترسره شي. د غونډې پر مهال به د واليِ سوات د تعليمي خدمتونو، د سوات د پرمختګ لپاره د هغه د رول او د سيمي د تعليمي تاريخ په اړه هم خبرې وشي.

 

ميانګل عبدالحق جهانزېب، چې له ۱۹۴۹م څخه تر ۱۹۶۹م کال پورې د سوات والي و، د تعليم، روغتيا، مواصلاتو او نورو عامه خدمتونو د پراختيا له امله د سوات په تاريخ کې ځانګړی ځای لري. تاريخي اسناد ښيي چې د هغه د واکمنۍ پر مهال په سوات کې د ښوونځيو شبکه پراخه شوه، د نجونو د تعليم لپاره ادارې جوړې شوې او د زده ‌کړو د ودې لپاره ګڼې اسانتياوې برابرې شوې.

 

څېړنې څرګندوي چې که څه هم په سوات رياست کې د عصري تعليم بنسټ د ميانګل عبد الودود په دوره کې اېښودل شوی و، خو د واليِ سوات جهانزېب د واکمنۍ پر مهال د تعليمي ادارو شمېر په بې‌ ساري ډول زيات شو.

 

په دغه موده کې د کليو تر کچې لومړني ښوونځي جوړ شول، د منځنيو او لوړو زده‌ کړو ادارې پراخې شوې او د سيمي مشهور جهانزېب کالج هم د هماغې دورې له مهمو تعليمي پروژو څخه ګڼل کېږي.

 

د تاريخپوهانو په وينا، د سوات رياست د هغه وخت د سيمي له هغو پرمختللو سيمو څخه و چې تعليم ته پکې ځانګړې پاملرنه کېدله. د رياست ادارې نه يوازې د ښوونځيو د جوړولو چارې پر مخ وړلې، بلکې د ښوونکو ګومارنه، د تعليمي نظام څارنه او د زده‌ کوونکو د شاملېدو لپاره يې هم منظمې هڅې کولې.

 

د سوات د تاريخ څېړونکي وايي چې د واليِ سوات د دورې تعليمي پاليسيو د سيمي د پرمختګ بنسټ کېښود او ګڼ شمېر هغه شخصيتونه چې وروسته يې په علمي، اداري او سياسي ډګرونو کې نوم وموند، خپلې لومړنۍ زده‌ کړې يې د هماغې دورې په ښوونځيو کې کړې وې.

 

د سوات ريليف انيشيټو ويلي دي چې د جون د پنځمې نېټې د غونډې موخه د سوات د تعليمي ميراث درناوی، د واليِ سوات د خدمتونو يادونه او د هغو استادانو او شخصيتونو ستاينه ده چې د پوهې او زده ‌کړو د ودې لپاره يې د پام وړ خدمتونه کړي دي.

 

د ياد تنظيم مشري زيب النساء جيلاني کوي، چې د واليِ سوات ميانګل عبدالحق جهانزېب لمسۍ ده او له تېرو څو کلونو راهيسي په سوات کې د تعليم، روغتيا او ټولنيزو خدمتونو په برخو کې فعاليت کوي.