د کوز سويلي وزيرستان د برمل تحصيل په راغزۍ بازار کې د پوليسو او وسلوالو کسانو ترمنځ د ډزو په پېښه کې يو ولسي وګړی مړ شوی او د پوليسو د يو سرتېري په ګډون دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

 

د پوليسو د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په سيمه کې د ګرځبندېز پر مهال پوليسو پر موټرسايکل سپرو دوو وسلوالو کسانو ته د درېدو اشاره وکړه، خو هغوي د تسليمېدو پر ځای پر پوليسو ډزې وکړې.

 

چارواکي وايي، د ډزو په تبادله کې يو پوليس سرتېرى او دوه ولسي وګړي ټپيان شول. ټپيان د درملنې لپاره د واڼا ضلعې مرکزي روغتون (ډي اېچ کيو) ته ولېږدول شول، خو د عابد په نوم يو ولسي وګړي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

 

د کوز سويلي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) ،محمد طاهر شاه وزير، رسنيو ته ويلي دي چې بريد کوونکو د بازار له ګڼې ګوڼې ګټه پورته کړه او له سيمي څخه نږدې غرونو ته وتښتېدل.

 

پوليسو د پېښې پلټنې پېل کړې دي، خو تر اوسه د بريد کوونکو د نيولو په اړه څه نه دي ويل شوي.