د بنوں د جاني خېل سيمي ځايي سرچيني وايي، چې د امنيتي ځواکونو د شيلنګ او د کواډکاپټر برید له امله د يوې ښځې په ګډون دوه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

 

د سرچينو په وينا، د شيلنګ پر مهال يو ګاډی په مرمۍ لګېدلی، چې له امله يې دوه کسان وژلی شوي دي. سرچيني زياتوي، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

 

ځايي اوسېدونکي وايي، په سيمه کې د هاوان مرميو او کواډکاپټرونو د کارولو راپورونه هم ترلاسه شوي چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون د نورو ملکي وګړو د ټپي کېدو خبرونه هم مخې ته راغلي دي. د دغو ادعاوو په اړه لا تر اوسه د امنيتي ادارو رسمي دريځ نه دی خپور شوی.

 

بل لور ته، د سيمي سرچيني د امنيتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ د سختو نښتو خبر هم ورکوي. د سرچينو په وينا، د جاني خېل د نورنګ خېل په سيمه کې وسلوالو د يو پوځي ګاډي د نيولو ادعا کړې ده، خو د دې ادعا خپلواکه پخلی نه دی شوی.

 

د راپورونو له مخې، په سيمه کې امنيتي وضعيت لا هم کړکېچن دی او د پېښو په اړه د چارواکو رسمي معلوماتو ته انتظار کېږي.