د پېښور د کوهاټ روډ په سره خواره سيمه کې د سوزوکي بولان (کېري ډبې) او موټر ترمنځ په ترافيکي ټکر کې شپږ کسان ټپيان شوي دي.

 

د رېسکيو ۱۱۲۲ د چارواکو په وينا، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم امبولانسونه او طبي ډله سيمي ته ورسېدل او د ژغورنې چارې يې پېل کړې.

 

رېسکيو ۱۱۲۲ ويلي، چې څلورو ټپيانو ته په ځای طبي مرسته ورکړل شوه، په داسې حال کې چې دوه نور ټپيان د لومړنۍ درملنې وروسته د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته ولېږدول شول.

 

د ریسکیو چارواکو په وینا، د ټپيانو په ډله کې مروان او امير خان د هنګو، احمد جانان د اورکزو، رحمت خان د باړې، يوه مېرمن د حسن خېلو او فياض د کوهاټ اوسېدونکي شامل دي.