د ادم خېل درې سلګونو اوسېدونکو د سنډابستۍ چوک په سیمه کې د احتجاجي کېمپ په جوړولو سره د طور څپر په غرنیو سیمو کې د روانو نښتو او پوځي عملیاتو پر ضد خپل اعتراض څرګند کړی او له ټولو ښکېلو خواوو یې د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه کړې ده.
په احتجاجي کېمپ کې ګډونوالو ویلي دي، چې د څو ورځو راهیسي په سیمه کې روانو نښتو او عملیاتو د ولس ورځنی ژوند اغېزمن کړی، خلک له وېرې او اندېښنو سره مخ دي او د سیمي عادي چارې ګډوډې شوې دي.
د احتجاجي کېمپ ګډونوالو وویل چې دوي له دواړو خواوو غوښتنه کوي چې شخړه او تاوتریخوالی پای ته ورسوي او سیمه ییز ولس د نورو ستونزو او زیانونو سره مخ نه کړي. د دوي په وینا، د جګړو او عملیاتو تر ټولو زیات اغېز پر عامو خلکو پرېوځي، حال دا چې ولس د امن، ثبات او عادي ژوند غوښتونکی دی.
احتجاج کوونکو خبرداری ورکړی، چې تر هغې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي څو چې په سیمه کې بشپړ امن نه وي ټینګ شوی او د جګړې د ختمېدو په اړه عملي ګامونه نه وي پورته شوي.
بل لور ته، د کوهاټ پولیسو او د پاکستان پوځ له خوا د طور څپر په لرې پرتو غرنیو سیمو کې د وسلوالو پر ضد ګډ لټونیز او تصفیوي (چاڼ) عملیات پنځمې ورځې ته داخل شوي دي.

امنیتي سرچیني وایي، په عملیاتو کې د پولیسو او پوځ سرتېري برخه اخلي او د سیمي په غرونو، سمڅو او نورو شکمنو ځایونو کې پلټنې روانې دي. د سرچینو په وینا، د عملیاتو هدف په سیمه کې د امن او امان ټینګښت، د وسلوالو د احتمالي تګ راتګ مخنیوی او د هغوي د پټو مرکزونو موندل دي.
سرچیني زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د سیمي پر داخلي او خارجي لارو هم څارنه زیاته کړې ده.
تر اوسه د احتجاج کوونکو غوښتنو او د روانو عملیاتو په اړه د امنیتي ادارو له لوري کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی، خو په سیمه کې د امنیتي وضعیت له امله د خلکو اندېښنې پر ځای پاتې دي.

صفدر داوړ