د افغانستان د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې درې کسان مړه شوي او اووه نور ټپیان دي.
د سیمه ییزو سرچینو په وینا، پېښه ،د جون په ۳مه، له غرمې وروسته د سیدآباد ولسوالۍ د توپ دښتې زرني سیمي ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو ټیلر موټر له دوو کرولا ډوله موټرو سره ټکر وکړ.
سرچیني وايي، په مړو شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده، او د پېښې اووه ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
د پېښې د لامل په اړه لا رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي، خو اړوندو ادارو د موضوع د څېړنې چارې پېل کړې دي.
د کابل ـ کندهار لویه لار د افغانستان له مهمو ترانزیټي او سوداګریزو لارو څخه شمېرل کېږي. د چارواکو او ترافیکي راپورونو له مخې، په دې لویه لار کې د چټک تګ، د موټرو د تخنیکي ستونزو، د ترافیکي اصولو د نه سرغړونه او ځینو برخو کې د سړک د خراب وضعیت له امله وخت ناوخت ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

شال نیوز