د بره دير د ريسکيو ۱۱۲۲ چارواکي وايي، چې ،د جون په ۲مه، د شپې د نصير اباد بازار په يوه برخه کي د ناڅرګنده لاملونو له امله اور لګېدلی و، چې پکې یو دوکان بشپړه سوځېدلی دی.
د ريسکيو ۱۱۲۲ د بيان ترمخه، د اور لګېدو خبر تر ترلاسه کېدو وروسته د اور وژنې عمله سمدستي د پېښې ځای ته ورسېده او د اور د قابو کولو هڅې يې پېل کړې.
چارواکي وايي، چې د سیمي د غرنۍ او سختې جعرافیې له امله د اور وژنې ګاډی د پېښې ځای ته نشو رسېدی، خو د ريسکيو کارکوونکو د مسلکي مهارت او چټکو ګامونو په مرسته نورو دوکانونو او شاوخوا ودانيو ته د اور د خپرېدو مخه ونیوله.
د چارواکو په خبره، په دې پېښه کي د کوم ځاني زيان راپور نه دی ترلاسه شوی، او د اور لګېدو د علت په اړه پلټنې روانې دي.

شال نیوز