د اتمانزي قبایلو مشرانو وياند مفتي بيت الله ويلي دي، چې د شمالي وزيرستان د اوسني وضعيت په اړه به يوه مهمه مشورتي جرګه سبا ،د جون په ۴مه، د پنجشنبې په ورځ د ميرعلي په بلال جومات کې ترسره شي.
د هغه په وينا، دا جرګه به د سهار په نهو بجو پيلېږي او د اتمانزي ټولو قبیلو، له ايشې تر حيدرخېلو پورې، مشرانو، سپين ږيرو او نورو مسؤلو کسانو ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
مفتي بيت الله زياته کړه، چې په جرګه کې به د وزيرستان د روان امنيتي او سيمه ييز وضعيت په اړه سلا مشورې وشي او د مهمو چارو لپاره به ګډه تګلاره جوړه شي.
د اتمانزي مشرانو له خوا له ټولو قبایلي مشرانو او استازو غوښتنه شوې ده چې په ټاکلي وخت جرګه کې ګډون وکړي.

صفدر داوړ