د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي نن د پنجشنبې په ورځ د امريکي سفیرې 'نتالي بیکر' سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې په اسلام اباد کې د امريکي او ايران تر منځه د کېدونکو مذاکراتو لپاره به کلک امنيتي تدابير کوي او د مېلمنو د خوندیتوب لپاره به هیڅ کمی نه پرېښودل کېږي.

 

د خاص مېلمنو راتګ او امنیتي پلان

محسن نقوي ويلي دي چې د امريکي نایب صدر 'جے ډي وینس'، د منځني ختیځ لپاره خاص استازی 'سټیو ویټکوف' او 'جیرډ کوشنر' زموږ خاص مېلمانه دي. هغه زیاته کړه چې د ټولو بهرنیو مېلمنو د امنیت لپاره یو جامع او مضبوط پلان تیار شوی دی ترڅو دا خبرې په ډاډه او پرامنه ماحول کې ترسره شي. د امريکې سفیرې په دې موقع د پاکستان د ډیپلوماټیک رول ستاینه وکړه.

 

د شنبې په ورځ مهم مذاکرات

دا لیدنه د هغه مهمو مذاکراتو نه مخکې شوې چې تمه ده د راتلونکې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې پېل شي. دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اونیو لپاره د اوربند اعلان وشو، کوم چې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې روانې نښتې د څه وخت لپاره ودرولې دي.

 

په اسلام اباد کې د عام ولس لپاره تدابیر

د اسلام اباد پولیسو خبرداری ورکړی چې د بهرنیو وفدونو د تګ راتګ له امله به په 'ایکسپریس های وې' باندې ځیني لارې تړلې وي. ولس ته مشوره ورکړل شوې چې د سفر پر وخت له صبر نه کار واخلي او متبادلې لارې وکاروي. د رېډ زون سیمه به هم د مېلمنو د اوسېدو په وخت کې په مکمله توګه تړل شوې وي.