د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد ويلي دي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د کارولو اجازه ور نه کړل شي. نوموړي دا خبرې په روسيه کې د نړيوال امنيتي کنفرانس پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې چې اسلامي امارت غواړي يو مسلکي پوځي او دفاعي نظام جوړ کړي، چې د افغانستان د امن تر څنګ د سيمي د ثبات او امن لپاره هم ګټور رول ولوبوي.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې شوي دي چې پاکستان له اوږدې مودې راهيسي اندېښنه څرګندوي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد وسلوال فعاليتونه کېږي.
اسلام اباد څو ځله ويلي دي، چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) جنګيالي په افغانستان کې پټنځايونه لري، خو کابل دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه کارېږي.
شنونکي وايي، د دفاع وزير وروستۍ څرګندونې د پاکستان لپاره مهم سياسي پيغام ګڼل کېدای شي، ځکه چې د دواړو هېوادونو اړيکې په وروستيو کلونو کې د امنيتي اندېښنو له امله تر فشار لاندې پاتې شوې دي.
له بلې خوا، روسيه هم د افغانستان د امنيتي وضعيت او د منځنۍ اسيا هېوادونو د ثبات په اړه اندېښنې لري. مسکو هڅه کوي چې له کابل سره خپلې اړيکې پراخې کړي او د سيمه ييز امنيت په اړه ګډې لارې چارې ولټوي.
کارپوهان وايي، روسيه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره به د داعش خراسان او نورو سختدريځو ډلو له خوا د منځنۍ اسيا او روسيې د ګټو پر ضد ونه کارول شي. له همدې امله د روسيې په کوربتوب جوړو شويو غونډو کې د افغانستان امنيتي موضوع ځانګړی اهميت لري.
مولوي محمد يعقوب مجاهد په خپلو خبرو کې پر سيمه ييزو اقتصادي اړيکو، سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ هم ټينګار کړی دی. شنونکي باور لري چې د افغانستان، پاکستان، روسيې او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري د سيمي د ثبات لپاره مهمه ګڼل کېږي.
د سياسي چارو څېړونکي وايي، که کابل وکولای شي د خپلې خاورې د نه کارېدو ژمنه په عملي ډول پلې کړي، نو دا به له پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو سره د باور فضا پياوړې کړي. خو د دې ادعا د عملي کېدو ارزونه به د سيمي هېوادونه د امنيتي پېښو او پر ځمکه د حالاتو له مخې کوي.
د روسيې په کوربتوب شوې امنيتي غونډه کې د افغانستان د دفاع وزير وروستۍ څرګندونې ځکه مهمې بلل کېږي چې د سيمي د امن، د پاکستان او افغانستان د اړيکو او د روسيې د امنيتي اندېښنو له موضوعاتو سره مستقیم تړاو لري.

شال نیوز